ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغانستان بانک رییس د چین له سفیر سره پر مالي او بانکي همکاریو خبرې وکړې

د افغانستان بانک رییس نور احمد اغا د چین هېواد له سفیر ښاغلي جاو شینګ سره لیدنه کړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د مالي او بانکي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.

په دې لیدنه کې ښاغلي نور احمد اغا چین د افغانستان یو ښه او مهم ګاونډی یاد کړی او په اقتصادي برخو کې یې د دې هېواد له همکاریو مننه کړې ده.

نوموړي ویلي، چې د افغانستان بانک په تېرو نږدې څلورو کلونو کې له ګڼو نړیوالو مالي او بانکي بنسټونو سره اغیزمنې اړیکې رامنځته کړې او ژمن دی، چې دا اړیکې لا پسې پیاوړې او پراخه کړي.

د افغانستان بانک رییس زیاته کړې، هڅه کوي چې د مالي او بانکي سکټور په برخه کې تخنیکي همکارۍ زیاتې کړي، د پانګونې لپاره لا ډېر مناسب او خوندي چاپيریال برابر کړي، سوداګري اسانه کړي او ظرفیت لوړونې او په نورو اړوند برخو کې عملي اقدامات تر سره کړي.

د ښاغلي نور احمد اغا په خبره، دا ټولې هلې ځلې د دې لپاره کېږي چې په کور د ننه د پانګونې لپاره لا ډېره زمینه برابره شي، سوداګرو ته اړینې اسانتیاوې چمتو شي، غوره مالي او بانکي خدمتونه وړاندې شي او د هېواد ټولو برخو ته دا خدمتونه ورسول شي.

په دې لیدنه کې د چین سفیر جاو شینګ هم له خپله اړخه د لا زیاتو همکاریو ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، چې چین غواړي د افغانستان په اقتصادي رغونه کې خپل مثبت رول ولوبوي.

نوموړي زیاته کړې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې باید د همکاریو پر بنسټ لا پسې پراخه شي.

د یادونې وړ ده، چې په دې لیدنه کې د افغانستان بانک لومړي مرستیال صدیق‌الله خالد هم ګډون درلود او د اړوندو تخنیکي موضوعاتو په اړه یې د غونډې له ګډونوالو سره بحث او خبرې کړې دي.