ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ننګرهار کې د یوې پېړۍ شخړه هواره شوه

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د جرګو او او قبايلي چارو د همغږۍ ریيس شيخ نيک محمد افغاني او مل پلاوي تېره ورځ ننګرهار ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولايت اچين ولسوالۍ په عبدالخېلو سيمه کې د دوو کورنيو ترمنځ ۱۰۰ کلنه پخوانۍ بدي په دوستي بدله کړه.

د يادې ۱۰۰ کلنې بدي پرمهال درې تنه وژل شوي شپږ تنه ټپيان شوي او د ګڼو مالي تاوانونو ترڅنګ د دواړو خواوو ترمنځ ژور اختلافات موجود وو، چې د ښاغلي افغاني په شتون کې د ننګرهار د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو ريیس، قومي مخورو او علماوو په هڅو دواړې جلا شوې کورنۍ بېرته سره يوځای شوې.

د روغې جوړې د غونډې پر مهال د دې وزارت د جرګو او او قبايلي چارو د همغږۍ ریيس په خپلو خبرو کې سوله او بښنه د ولسونو ترمنځ د اتفاق او يووالي لپاره خورا مهمه وبلله او په دغه برخه کې يې قومونو ته درناوی د اسلامي امارت دنده ياده کړه.

نوموړي همداراز زیاته کړه؛ چې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت مسولين ستاسو خادمان دي او د هرې ستونزې پرمهال به مو تر څنګ ولاړ وي.

ښکېلو لوريو په شوې پرېکړه خوښي وښوده او يو بل ته يې د ورورۍ غاړې ورکړې.

دوی له مسولینو مننه وکړه او ویې ویل، چې د اسلامي امارت مشران په رښتیني ډول د ولسونو خادمان دي، ځکه د خلکو ترمنځ هره لويه او وړه ستونزه تل د همدوی لخوا په سوله ییزه توګه حل او فصل شوې ده.