ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په لوګر کې ۴۸ نوي مخابراتي سایټونه جوړېږي

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د مخابراتي خدمتونو د ارزونې په موخه لوګر ته سفر کړی.

نوموړي د لوګر له سیمه‌ییزو چارواکو سره په کتنه کې د مخابراتي خدماتو د پراختیا پر مهمو موضوعاتو خبرې کړې دي.

ښاغلي حقاني د بنسټیزو مخابراتي پروژو د پلي کولو ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، چې سږ کال به د لوګر په محرومو سیمو کې ۴۸ نوي مخابراتي سایټونه جوړ شي.