په کابل کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره لیدنه وکړه.
بهرنیو چارو وزارت وایي، په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او روسیې د اړیکو پر نوي پړاو، کازان غونډه کې پر شویو هوکړو او د دوه اړخیزو کاري کمېټو په اړه خبرې شوې دي.
په دې لیدنه کې ښاغلي ژیرنوف د بهرنیو چارو وزیر ته د روسیې لپاره د افغانستان د نوماند سفیر د منلو رسمي یادښت وسپاره او هیله یې څرګنده کړه، چې د ډیپلوماتیکو اړیکو د کچې لوړېدو سره به د دواړو هیوادونو تر منځ اړیکې ګڼو برخو کې پرمختګ وکړي.
ورته مهال مولوي امیرخان متقي د روسیې له فدراسیون سره د اړیکو نوی فصل مهم وباله او هیله یې څرګنده کړه، چې په دغه پړاو کې به دواړه هېوادونه وتوانېږي چې په بېلابېلو برخو کې دوه اړخیزې همکارۍ لا پراخې کړي.