د ریاست الوزرا مقام د دفتر لوی رییس ډاکتر ملا عبدالواسع د ایمرجنسي خیریه روغتیايي سازمان له عمومي رییس ډیان پنیک او د ياد سازمان د اړیکو مدير محمد اصف سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې ډاکتر ملا عبدالواسع د یاد سازمان پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ، په افغانستان کې د دوی د عام المنفعه او پراخو روغتیايي خدمتونو او افغانانو ته د لومړيتوب ورکولو له امله مننه او قدرداني کړی دی.
ښاغلي ډیان پنیک په افغانستان او نورو هېوادونو کې د ایمرجنسي سازمان د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه د ریاست الوزرا مقام د دفتر لوی رییس معلومات ورکړي او ویلي یې دي، یاد سازمان په افغانستان کې پخوا د جګړې د ټپيانو درملنه کوله او اوس د ترافیکي او نورو (ټروما) پېښو د ټپیانو درملنې ته ځانګړې پاملرنه لري.
نوموړي زیاته کړې، چې د یاد سازمان لهخوا پرمخ وړل کېدونکي روغتون کې ټول روغتیايي خدمات، جراحي عملیات او درمل وړیا دي.
همداراز ښاغلي ډیان پنیک د راتلونکو کلونو د بودیجې، د ډونرانو د پاملرنې جلبولو او پلانونو په اړه هم معلومات وړاندې کړې دي.
ډاکتر ملا عبدالواسع د ایمرجنسي سازمان عمومي رییس ته په خطاب کې ویلي: هر سازمان یا وګړی چې د ولس د هوساینې هڅه کوي، موږ یې هر اړخيز ملاتړ کوو او هیله ده، چې تاسو خپلې چارې په روغتیا او نورو عامه المنفعه برخو کې دوامداره وساتئ.
نوموړي زیاته کړې، اسلامي امارت نه یوازې د ایمرجنسي سازمان بلکې د ټولو هغو بنسټونو ملاتړ کوي او اسانتیاوې ورته برابروي، چې د افغانانو د هوساینې لپاره کار کوي.