ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د سالنګونو لویه لار له لوی اختر وروسته د هر ډول ټیلري وسایطو پرمخ تړل کیږي

د ټولګټو وزارت وایي، د سالنګونو لویې لارې د پاتې برخو د اساسي بیارغونې کار پیل کړی دی، چې د کار د ښه ترسره کېدو په موخه یاده لویه لار به له لوی اختر وروسته ( د ۱۴۴۶هـ.ق کال د ذوالحجې په ۱۳مه، چې د ۱۴۰۴ هـ. ش کال د غبرګولي میاشتې له ۲۰مې نیټې سره سمون لري) د هر ډول ټیلري وسایطو پرمخ د روان کال د کاري پلان تر بشپړېدو پورې تړل کیږي.

یاد وزارت زیاتوي، چې سوداګرو او موټرچلوونکو ته د اسانتیاو برابرولو په موخه د اصلي مسیر په یو مسیر کار کوي او له بل مسیر څخه هر ډول لنډیو بار وړونکو وسایطو ته په نوبتي ډول یوه شپه له شمال څخه جنوب او بله شپه له جنوب څخه شمال لوري ته د تګ او را تګ اجازه ورکوي.

همداراز، مسافر وړونکي وسایط (۳۴۰، ۴۰۴، ۵۸۰) او ورته نور موټر کولی شي د جوړ شوي بدیل یا فرعي مسیر له لارې په دواړو خواوو کې ۲۴ ساعته تګ او راتګ وکړي.

ټولګټو وزارت تر ډېره بریده هڅه کوي، چې د سالنګونو لویه لار په غوره کیفیت ورغوي او له هېوادوالو، موټر چلوونکو او سوداګرو څخه غواړي چې د کاري پلان تر بشپړېدو پورې حوصله ولري او له وزارت سره همکاري وکړي.