د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري، د یاد وزارت د مرستیالانو په ملتیا، له جیمز رابرت، د « د خلکو لپاره کښت» موسسې له رییس سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې، د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان او مالي او اداري مرستیال ملا اغاجان اخوند هم شتون درلود.
لیدنه کې د افغانستان لپاره د یوې سترې پروژې د پلي کېدو په اړه خبرې شوې دي.
مولوي عطاالله عمري ویلي، چې موسسې او ګټه اخیستونکي باید په خپلو کړنو کې له روڼتیا او همغږۍ څخه کار واخلي او په خپلو کړنو کې مسوولیت منونکي واوسي.
نوموړي زیاته کړې، اړینه ده چې د کرنې د ملاتړ او د دښتو د پراخېدو د مخنیوي لپاره ډېرې پروژې د بشپړې روڼتیا او موثریت سره پلي شي او غواړو چې مسوولین او ګټه اخیستونکي د هغو بودیجو په اړه چې د یوې پروژې لپاره لګول کېږي، حساب ورکوونکي وي، ځګه چې دا د خلکو او بزګرانو حق دی.
ښاغلي عمري ویلي، چې د هرې پروژې پلي کول باید د کرنې وزارت په همغږۍ او تر مستقیمې څارنې لاندې ترسره شي، څو بزګرانو او خلکو ته یې اغېزمنې او ګټورې پایلې ورسېږي.
د ناستې پر دوام، د «د خلکو لپاره کښت» موسسې رییس جیمز رابرت ژمنه کړې، چې یاده پروژه به د هوکړهلیک له لاسلیک وروسته، د کرنې وزارت، نړیوالو ادارو او په ځانګړي ډول د دښتې کېدو پر وړاندې د ملګرو ملتونو د مبارزې کنوانسیون یو ان سي سي ډي تر څار لاندې پلي شي.
یاده پروژه چې د «ځمکې د تخریب مخنیوي» تر سرلیک لاندې طرحه شوې، چې موخه یې د خوړو خوندیتوب، د بزګرانو اقتصادي ځانبسیاینه، د کرنیزو محصولاتو له لارې سوداګرۍ ته وده ورکول او د یوه با ثباته ټولنیز اقتصاد پراختیا ښودل شوې ده.