ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

اوکراین د روسیې ۴۱ جنګي الوتکې په نښه کړې

اوکرایني چارواکي وايي، چې د روسیې په خاوره کې يې د اووه میلیارده ډالرو په ارزښت ۴۱ جنګي الوتکې په نښه کړې دي.

دوی ادعا کړې، چې په دې هوايي برید کې یې د روسیې «۳۴ سلنه» هوايي ځواک په نښه کړی دی.

بلخوا روسیې دغه برید تایید کړی او ویلي یې دي، چې د اوکراین یوازې دوه بریدونه بریالي وو.

د روسیې دفاع وزارت ویلي، اوکراین په پینځو سیمو کې د روسیې پر پوځي هوايي ډګرونو بریدونه کړي، چې له امله یې څو الوتکو اور اخیستی دی.

د یاد وزارت په وینا، هوايي دفاعي سیسټم له دوو ځایونو پرته نور ټول بریدونه شنډ کړي دي.

د اوکراین ولسمشر ویلادمیر زېلینسکي دا برید “بشپړ ځلېدونکی” بللی او ویلي یې دي، چې مسکو ته یې د پام وړ زیانونه اړولي.

د نوموړي په خبره، د دې عملیاتو تنظیم له یوه نیم کال څخه ډېر وخت نیولی دی.

د اوکراین ولسمشر زیاته کړې، چې په دې برید کې ۱۱۷ ډرون کارول شوي او روسیې ته د پام وړ تلفات رسېدلي دي.

د اوکرایین د امنیتي خدماتو ادارې (اېس بي یو) ویلي، چې د جګړې له لومړۍ کرښې زرګونه کیلو متره لېرې یې د روسیې په خاوره کې د ۷ میلیارده ډالرو په ارزښت روسي پوځي الوتکې په نښه کړې دي.

له دې وړاندې د اوکراین پولې ته نږدې د روسیې په بریانسک سیمه کې یو پل داسې مهال والوځول شو، چې مسافر وړونکی اورګاډی لاندې ترې تېرېده. په دې پېښه کې ۷ کسان ووژل شول او ۶۹ نور ټپیان شول. د دې پېښې مسولیت لا هم چا نه دی منلی.

د اوکراین هوايي ځواکونه بیا وايي، چې روسیې تېره شپه پر دې هېواد ۴۷۲ ډرون او ۷ توغندیز بریدونه کړي دي.

د اوکرایني چارواکو په وینا، په یوه بل پېښه کې د اوکراین د پوځ یو روزنیز مرکز په نښه شوی، چې ۱۲ پوځیان پکې وژل شوي او ۶۰ نور ټپیان دي.

د روسیې او اوکراین تر منځ داسې مهال بریدونه زیات شوي، چې کیېف د ترکیې استانبول ته د دفاع وزیر په مشرۍ د پلاوي له لېږلو سره هوکړه کړې، تر څو د جګړې پای ته رسولو په موخه له روسي پلاوي سره خبرې وکړي.