ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

بلخ کې د لوی اختر په شپو او ورځو کې د امنیتي تدابیرو د پیاوړتیا په موخه ناسته وشوه

د بلخ ولایت مقام د رسنیو او معلوماتو مرکز وایي،چېد لوی اختر په شپو او ورځو کې د امنیت د لا ښه ټینګښت په موخه، د دې ولایت د والي ملا محمد یوسف وفا په مشرۍ ځانګړې امنیتي ناسته وشوه.

په دې ناسته کې د بلخ والي، د والي مرستیال حاجي مولوي نورالهادي ابو‌ادریس، د ۲۰۹ الفتح قول اردو مرستیال قوماندان ملا عبدالوکیل حاجي ناظم، د علماوو د شورا رییس شیخ مولوي عبدالجلیل شهیدخېل، امنیه قوماندان ملا عبدالرزاق راشد، د استخباراتو رییس، د نظامي قطعاتو قوماندانان، د کشف او نورو امنیتي مسوولینو شتون درلود.

ناسته د امنیتي ادارو له‌ خوا د راپورونو، لاسته راوړنو او د لوی اختر په مناسبت د امنیتي پلانونو د شریکولو په وړاندې کولو پیل شوه.

 د بلخ ولایت د مقام د دفتر رییس مولوي فضل‌ربي فضلي د لوي اختر لپاره جوړ شوی امنیتي پلان تشریح کړ او د امنیتي ارګانونو د هڅو ستاینه یې وکړه.

ملا محمد یوسف وفا له ټولو مسولینو ځانګړې مننه وکړه، چي د امنیت ټینګښت ته شپه او ورځ پاملرنه لري او دغه راز یې د دوی لاسته ‌راوړني هم وستایلې.

نوموړي د لوی اختر په شپو او ورځو کې د امنیت د لا ښه ټینګښت په موخه، د اجنډا له مخې د هرې ادارې د مسولیتونو څرنګوالی روښانه کړ او اړوندو مسولینو ته یې سپارښتنه وکړه، ترڅو یاد شوي مسولیتونه په ښه ډول ترسره کړي.

ملا محمد یوسف وفا ټولو مسولینو ته په خطاب کې وویل؛ دا زموږ او ستاسي مسوولیت دی، چې ددې ځورېدلي ولس خدمت شپه او ورځ وکړو.

دغه‌راز نوموړي ټولو ته سپارښتنه وکړه، چي د ولس امنیت ته شپه او ورځ پاملرنه ولري، له خلګو سره ښه او نېک چلند وکړئ او د هر ډول فاسدو او مجرمینو اشخاصو مخه پر وخت ونیسئ.

ښاغلي وفا د امنیت د ساتنې ترڅنګ، سرتاسري امنیت د هېواد د سترې لاسته راوړنې په توګه یاد کړ او ویې ویل، چې د امنیت په شتون کې اقتصادي، ټولنیز او بیارغونې کارونه سم او اغېزمن ترسره کېږي.