د ترکمنستان ولسمشر سردار بردي محمدوف د مرکزي اسیا–اېټالیا په لومړۍ غونډه کې ویلي، چې د افغانستان ثبات د نړۍ په ګټه دی.
ښاغلي محمدوف زیاته کړې، چې د سیمې د امنیت په برخه کې د افغانستان وضعیت له پامه نشي لوېدلی او هېواد یې له اسلامي امارت سره د نړیوالو د خبرو اترو د دوام پر اهمیت ټینګار کوي.
د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د سردار بردي محدوف له قوله ویلي: “عشق اباد د ټاپي او برېښنا لېږد پروژو تر څنګ افغانستان ته د اوسپنې پټلۍ په څېر د سترو پروژو د پلي کولو په برخو کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي.”
ورته مهال د اقتصاد وزارت مسولین وايي، چې اوسمهال په افغانستان کې د ټاپي په څېر پروژو د پلي کېدو لپاره ښه شرایط برابر دي.
د یادونې وړ ده، چې په تېرو نږدې څلورو کلونو کې په افغانستان کې بشپړ امنیت ټینګ شوی او اسلامي امارت هڅه کوي، تر څو افغانستان د نړۍ د هېوادونو د وصل په مرکز بدل کړي.