د پوهنې وزير مولوي حبیب اللّٰه اغا پکتيکا ته د سفر په ترڅ کې امام بخاري دارالایتام له یتیمانو او ستادانو سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د یاد ولایت والي مرستیال مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت او یو شمېر رییسانو ګډون درلود.
په دې لیدنه کې مولوي حبیب اللّٰه اغا ویلي، چې د اسلامي امارت مشرتابه او مسوولين د يتيمانو روزنې او پالنې ته ځانګړې پاملرنه کوي، اوسنی اسلامي نظام او امنیت د همدغو يتيمانو د پلرونو په قربانيو راغلی دی.
مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت ویلي، چې د يتيمانو پلرونو د یوې سترې موخې لپاره، چې هغه اسلامي نظام او په هېواد کې د اشغال ټغر ټولول و، ځانونه قرباني کړي دي.
د یادونې وړ ده، چې د پوهنې وزیر تېره ورځ د دې سفر په ترڅ کې د ۱۹۲ ميليونه افغانيو په لګښت د ۱۵ ښوونځيو لپاره نوې جوړې شوې ودانۍ هم ګټې اخیستنې ته وسپارلې.