د روسیې او اوکراین تر منځ د سولې د خبرو اترو دویم پړاو نن (دوشنبه، د غبرګولي ۱۲مه) د ترکیې په استانبول ښار کې پيلېږي.
له دې وړاندې ټاس خبري اژانس د یوې ډیپلوماتیکې سرچینې له قوله ویلي وو، چې د ولسمشر د سلاکار ولادیمیر مدینسکي په مشرۍ د روسیې پلاوی له اوکراین سره د خبرو اترو په موخه د ترکیې استانبول ښار ته تللی دی.
د راپورونو له مخې، کیېف هم د ترکیې استانبول ته د دفاع وزیر په مشرۍ د پلاوي له لېږلو سره هوکړه کړې ده.
له بل لوري د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هم د اوکراین د جګړې او په استانبول کې د مذاکراتو د بیا پیل په تړاو تلیفوني خبرې کړې دي.
دواړه لوري داسې مهال د خبرو دویم پړاو ته کېني، چې په وروستیو کې یې یو پر بل بریدونه زیات کړي او جګړې زور اخیستی دی.
اوکرایني چارواکي وايي، چې د روسیې په خاوره کې يې د اووه میلیارده ډالرو په ارزښت ۴۱ جنګي الوتکې په نښه کړې دي.
د اوکراین هوايي ځواکونه بیا وايي، چې روسیې تېره شپه پر دې هېواد ۴۷۲ ډرون او ۷ توغندیز بریدونه کړي دي.
د اوکرایني چارواکو په وینا، په یوه بل پېښه کې د اوکراین د پوځ یو روزنیز مرکز په نښه شوی، چې ۱۲ پوځیان پکې وژل شوي او ۶۰ نور ټپیان دي.
روسیې او اوکراین د روان زېږدیز کال په مې میاشت کې لومړی پړاو خبرې اترې پيل کړې او دواړو لوریو هوکړه وکړه، چې د یوه او بل ۱۰۰۰ بندیان به خوشي کوي.