د لوړو زدهکړو وزیر شیخ نداء محمد ندیم پنجشېر ته د رسمي سفر په ترڅ کې د پنجشېر د لوړو زدهکړو له موسسې څخه لیدنه وکړه.
د دې سفر موخه د پنجشېر د لوړو زدهکړو موسسې د عمومي حالت ارزونه، د لیلیې جوړولو لپاره یې د ځای انتخاب، د تدریسي او روزنیزې پروسې ارزونه او د موسسې د مسولینو، استادانو، کارکوونکو او محصلینو د ستونزو، نظرونو او وړاندیزونه اورېدل ګڼل شوي دي.
شیخ نداء محمد ندیم د پنجشېر له والي الحاج حافظ محمد اغا حکیم، د یادې موسسې استادانو، کارکوونکو او محصلینو سره په جلا جلا ناستو کې د پنجشېر لوړو زدهکړو موسسې پراختیا، پرمختګ او ستونزو د حل پر څرنګوالي خبرې کړې دي.
د لوړو زدهکړو وزیر د علمي معیارونو ساتنې پر ارزښت، اداري نظم او د علمي څېړنو پر ملاتړ ټینګار کړی.
ښاغلي ندیم د پنجشېر د لوړو زدهکړو موسسې له محصلینو سره په لیدنه کې د هېواد په جوړونه کې د ځوانانو رول مهم بللی او له هغوی یې غوښتي، چې په ملي روحیه او له هېواد سره د مینې له مخې د علم زدهکړه او د هېواد د ودانولو هڅه وکړي.
نوموړي د زدهکړو پروسې، تدریسي امکاناتو، د استادانو علمي ظرفیت لوړونې او ستونزو په اړه د پنجشېر د لوړو زدهکړو موسسې د مسولینو، استادانو او محصلینو نظرونه او وړاندیزونه اورېدلي او ژمنه یې کړې، چې د لوړو زدهکړو وزارت به د خپلو شته امکاناتو په پام کې نیولو سره د ستونزو په حل کې اړین اقدامات وکړي.
د یادونې وړ ده، چې د لوړو زدهکړو وزیر تېره اونۍ د تحصیلي بنسټونو د مسولینو، استادانو او محصلینو د ستونزو حل او د نظرونو او وړاندیزونو اورېدلو په موخه بدخشان، تخار، کندوز، بلخ او هرات ولایتونو ته هم سفرونه کړي وو.