ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د حج او اوقافو وزیر د سعودي عربستان په جده ښار کې د ندوة الحج الكبریٰ په نوم جوړ شوي کنفرانس کې ګډون وکړ

‏د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزیر او په سعودي عربستان کې د حج بعثې عمومي رییس شیخ نور محمد ثاقب د عربستان د حج او عمرې وزارت په رسمي بلنه د جدې په ښار کې د ندوة الحج الكبریٰ په نوم جوړ شوي ۴۹م نړیوال کنفرانس کې ګډون وکړ.

په یاد کنفرانس كې د افغانستان اسلامي امارت د حج او اوقافو وزیر، د سعودي عربستان د حج او عمرې وزیر، د اسلامي هېوادونو د حج وزیرانو او د اسلامي سازمانونو مشرانو، د نړۍ مشهورو علماء کرامو، پوهانو او د سعودي شاهي دولت مسولینو برخه اخیستې وه.

دا لوی او نړیوال کنفرانس هر کال د حج پر مهال په سعودي عربستان کې جوړیږي، چې د نړۍ له اسلامي هېوادونو څخه د حج وزیران او نور ګڼ شمیر مسولین او علما‌ء کرام وربلل کېږي.

د دې کنفرانس اساسي موخه دا وي، چې په حج کې شرعي او فقهي مسايل په پام کې ونیول شي او د وضع شویو قوانینو او لوایحو مراعات وشي، ترڅو د حجاج کرامو لپاره د مناسکو د اداء کولو اړوند مناسب چاپیریال او لازیاتې اسانتیاوې رامنځته شي.