ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغانستان د چاپېريالي وضعيت د ارزونې راپور جوړولو په تړاو افتتاحیه غونډه وشوه

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له لوري درها موسسې په همکارۍ نن (دوشنبه د غبرګولي ۱۲مه) په کابل کې د افغانستان د چاپېريالي وضعيت د ارزونې دوه ورځنۍ افتتاحیه غونډه وشوه.

په دې غونډه کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې لوی رییس مولوي مطيع الحق خالص، د بېلابېلو امارتي ادارو مسولینو او استازو، د ملي او نړیوالو موسسو استازو، د پوهنتونونو استادانو، متخصصينو او رسنیو استازو ګډون کړی و.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې لوی رییس مولوي مطيع الحق خالص د افغانستان د چاپېريالي وضعيت په تړاو هر اړخيزه وينا کړې او ویلي یې دي، چې چاپېريال د طبیعت، شريعت او صحت له اړخه ډير ارزښت لري، ځکه د يوه سالم ژوندانه لپاره چاپېريال اساس دی.

نوموړي زیاته کړې، چې په افغانستان کې د څو لسیزو جګړو او ناامنیو له امله ډير ځنګلونه له منځه تللي، وحشي ژوي په ډيرې بې رحمۍ سره ښکار شوي، د ښکيلاک ګرو لخوا ډول ډول خطرناکې وسلې کارول شوې، حتا د بمونو مور هم کارول شوې، چې له ناوړه اغېزو سره يې زموږ ملت اوس لاس او ګریوان دی او د افغانستان چاپېريالي وضعيت خورا له بد حالت سره مخ دی.

دغه‌راز د هوا او اوبو ککړتيا هم هغه جدي ستونزې دي، چې زموږ هېوادوال یې ګالي.

د ښاغلي خالص په وینا، د ژمي په موسم کې د لويو ښارونو د هوا ککړتيا کچه لوړيږي، چې زموږ هېوادوال يې له ډيرو چاپېريالي ستونزو او ډول ډول ناروغيو سره مخ کړي او دا زموږ ټولو مسوليت دی، چې د دې ستونزو د حل لپاره هلې ځلې وکړو.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې لوی رییس ویلي، چې نړیوال بايد خپل سياستونه په دولتونو پورې ونه تړي، بلکې افغانستان دې د نړۍ برخه وګڼي او امتيازي سلوک نه ورسره کوي.

ښاغلي خالص ټينګار کړی، چې نړیوال دې چاپېريالي او د اقلیمي بدلون موضوعات نه سیاسي کوي، له ملتونو سره دې ظلم نه کوي او د افغانانو حقوق دې ورکړي.

هغه همدا راز د رها موسسې له مسولینو غوښتي، چې د افغانستان د چاپېريالي وضعيت ارزونه دې نه محدودوي، ټول قشرونه او ټولې خواوې دې پکې راونغاړي او د عصري ميتودونو په پام کې نيولو سره دې د افغانستان د چاپېريالي وضعيت د ارزونې په تړاو يو ټول‌منلی او جامع راپور چمتو کړي.

نوموړي له ملي او نړيوالو موسسو غوښتي، چې نمايشي کارونه دې پرېږدي، خپلې پروژې دې لومړيتوبونو ته په کتو سره تطبیق کړي.

د رها موسسې مرستيال انجنير عزت الله صديقي د افغانستان د چاپېريالي وضعيت د راپور جوړونې د څرنګوالي، اهميت او ضرورت په تړاو هر اړخيز معلوماتي پرزنټيشن وړاندې کړی او ژمنه يې کړې، چې د افغانستان د چاپېريالي وضعيت په تړاو به د اړوندو ادارو او ښکېلو خواوو په همکارۍ يو معياري او منل شوی راپور جوړ کړي.

د غونډې په جریان کې متخصصینو هر اړخيز معلوماتي پرزنټيشنونه وړاندې کړي، ګډونوالو خپل نظرونه او وړانديزونه شریک کړي او د اړوندې موضوع په هکله ګروپي کارونه شوي دي.

د يادونې وړ ده، چې د افغانستان د چاپېريالي وضعيت د ارزونې په تړاو به د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او رها موسسې له‌ لوري د ښکېلو خواو په همکارۍ د شپږو مياشتو په ترڅ کې د افغانستان د چاپېريالي وضعيت د ارزونې راپور چمتو او عملي کیدو ته وړاندې شي.