د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي چارو مرستیال مولوي محمد اسماعیل غزنوي د نورستان په کامدیش او برګمټال ولسوالیو کې ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د ۷ پراختیايي پروژو له جملې د ۵ چارې پيل کړې.
په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د نورستان مرستیال والي، سیمهییزو مسولینو او ځايي اوسېدونکو ګډون کړی و.
مولوي محمد اسماعیل غزنوي د یادو پروژو د پرانیستې پر مهال ویلي، چې دا پروژې به د شاوخوا ۸۹ میلیونه افغانیو په لګښت د شرقي نورستان کامدیش او برګمټال ولسوالیو د سلګونه جریبه زراعتي ځمکو د خړوبولو، د ۳۶ کیلومتره سړک ترمیم، جوړونې او د دوو کلیو د اوسېدونکو د تګ راتګ لپاره د ۲۰ متره پل د جوړولو په برخو کې پلې شي.
په پای کې ځایي اوسېدونکو د یادو پروژو په پلي کېدو خوښي ښودلې او ویلي یې دي، چې تېرې ادارې نورستان له پامه غورځولی و، خو اوس لله الحمد د حاکم نظام د زعیم له لوري ورته اړینه پاملرنه شوې ده.
دوی د اسلامي امارت له مسولینو غوښتي، چې د لا زیاتې پاملرنې په موخه د کامدیش څخه تر برګمټال پورې د عمومي سړک، روغتیايي مرکزونو، او تعلیمي مرکزونو د رغولو لپاره ګامونه پورته کړي.