د انټرفاکس روسي خبري اژانس د راپور له مخې، روسي پلاوي د استانبول په مذاکراتو کې د اوکراین د اوربند لپاره خپل شرطونه وړاندې کړي.
دې اژانس د روسي پلاوي د مسودې پر بنسټ ویلي، چې د روسیې په خاوره پورې د کریمه جزیرې او د اوکراین د څلورو نورو سیمو تړل او د یاد هېواد د پوځونو کمول په شرطونو کې شامل دي.
روسیې همدارنګه ټینګار کړی، چې اوکراین دې د ناټو له غړیتوبه ووځي او روسي دې د خپلې رسمي ژبې په توګه وپېژني.
مسکو اوسمهال د کرايميا ټاپوزمې په ګډون د اوکراين شاوخوا ۲۰ سلنه خاوره تر کنټرول لاندې لري.
روسیې او اوکراین پرون (دوشنبه، د غبرګولي ۱۲مه) د ترکیې په استانبول کې دویم دور خبرې اترې کړې دي. په دې مذاکراتو کې د اوکراین د اوربند په تړاو کوم پرمختګ نه دی شوی، خو دواړو لوریو د جنګي بندیانو په تبادله هوکړه کړې ده.
د اوکراین د دفاع وزیر او د دې هېواد د مرکچي پلاوي مشر رستم عمروف په استانبول کې د یوې خبري غونډې پرمهال ویلي، چې د مذکراتو په دې پړاو کې دواړو لوریو تر ۲۵ کلونو د کمعمره، سختو ټپي شويو جنګي او ناروغو بندیانو پر تبادله هوکړه کړې ده.
د اوکراین د دفاع وزیر زیاته کړې، کیېف په دې باور دی، چې د مذاکراتو اساسي مسایل د دواړو هېوادونو د مشرتابه په کچه د حل وړ دي.
د اوکرايين مذاکره کوونکو هم ويلي وو، چې روسيې يو ځل بیا “غیرې مشروط اوربند” رد کړی؛ حال دا چې د کیېف، اروپا او امریکا مهمه غوښتنه په اوکراین کې له غیرې مشروط اوربند سره هوکړه کول دي.
روسيې او اوکراین د مې مياشتې په وروستيو کې مخامخ خبرې اترې پيل کړې او په لومړي پړاو کې یې هوکړه کړې وه، چې د یوه او بل زر جنګي بندیان به تبادله کوي.