ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

پکتيکا کې د ۱۹۲ ميليونه افغانيو په لګښت د ۱۵ ښوونځيو نوې ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې

د پوهنې وزير مولوي حبيب اللّٰه اغا پکتيکا ته د سفر پر مهال دغه ولايت کې د ۱۹۲ ميليونه افغانيو په لګښت د ۱۵ ښوونځيو لپاره نوې جوړې شوې ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارلې.

دغه ودانۍ د یاد ولایت په مرکز او ۱۴ ولسوالیو کې جوړې شوي، چې مالي لګښت یې د پوهنې په برخه کې د یوې همکارې ادارې له لوري ورکړل شوی دی.

مولوي حبیب‌الله اغا ویلي: “زموږ موخه یوازې د ښوونځیو لپاره ودانۍ جوړول نه دي، بلکې غواړو د ښوونې او روزنې کیفیت لوړ کړو، مسلکي ښوونکي وروزو او درسي توکي برابر کړو، تر څو زده‌کوونکو ته د زده‌کړو مناسب چاپېریال برابر شي، چې زموږ ټولنه د پرمختګ په لور حرکت وکړي.”

د پکتیکا مرستیال والي مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت، دغه پرمختګ د یاد ولایت لپاره یو مهم او مثبت ګام بللی دی.

همداراز، د دی ولایت د پوهنې رییس مولوي عبدالوکیل خالد ژمنه کړې، چې له نویو ودانیو به اغېزمنه ګټه پورته کړي.

هېره دې نه وي، چې د ښوونځیو دغه ودانۍ په معیاري ډول جوړې شوي، چې درسي ټولګي، اداري خونې، د څښاک پاکو اوبو سیستمونه، لمریزه برېښنا او نورې اړینې اسانتیاوې لري.