د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست د رهبرۍ له لوري له ۱۸ کلنو کم عمره ځوانانو د رستمي غېږنيونې نړيوالو اسيايي سياليو کې د سرو زرو مډال ګټونکی ورزشکار محمد عمر عزيزي، د يوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې وستایل شو.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د هېواد ورزش ادارې فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، د المپيکي چارو ریيس، د فوټبال ملي فدراسیون ریيس محمد يوسف کارګر، داد محمد پاينده اختري، د نشراتو رييس اتل مشواڼي، د کورش ملي فدراسيون ریيس سید محمود ضياء دشتي، ورزشي مسوولينو او مډال راوړونکي ورزشکار ترڅنګ د فوټبال نړيوال سند ترلاسه کوونکو لوبڅارانو ګډون کړی و.
په یاده غونډه کې، ښاغلي حافظ احمد جان ځدراڼ د سرو زرو مډال راوړونکي ورزشکار ته د دې تاريخي مډال مبارکۍ ترڅنګ ویلي، د افغانستان اسلامي امارت په راتګ سره ورزش ډېر پرمختګ کړی دی او ورزشکارانو په بېلابېلو برخو کې ډېر شمېر وياړونه هېواد ته راوړي دي.
دغه راز نوموړي زياته کړې، چې دغه ټول وياړونه د يو کلک هوډ او ملاتړ پايله ده، چې اسلامي امارت او د هېواد ورزش اداره يې له خپلو ورزشکارانو څخه کوي.
په دې ستاينغونډه کې د اوزبیکستان په کوربتوب د رستمي غېږنيونې نړيوالو سياليو کې د سرو زرو مډال ګټونکي ترڅنګ د فوټبال ملي فدراسیون هغه پینځه تنه لوبڅاران هم وستايل شول، چې تازه يې له فيفا څخه د نړيوالو سياليو د لوبڅارۍ سندونه ترلاسه کړي وو.
له دغو لوبڅارانو څخه درې تنو( محمد اشرف حسن زاده، جليل احمد جامي او شفیق الله حبيبي ) د فوټبال لوبڅارۍ، محمد سخي صديقي د ساحلي فوټبال لوبڅارۍ او عتيق الله نيازي د فوټسال لوبڅارۍ نړيوال سندونه ترلاسه کړي وو.
د يادونې وړ ده، چې د کورش د ځوانانو د رستمي غېږنيونې نړيوالې او اسيايي سيالۍ د اوزبیکستان په کوربتوب د دې هېواد نکوس ښار کې د ۲۲ هېوادونو ترمنځ د روانې غبرګولي مياشتې له ۷مې تر ۱۰مې نېټې ترسره شوې، چې افغان ورزشکارانو پکې يو د سروزرو، دوه د سپينو زرو او دوه د برنزو مډالونه وګټل.

