د برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر وايي، چې افغانستان د سل زره میګاواټه بادي برېښنا د تولید ظرفیت لري.
ښاغلي عمر باد په هېواد کې د برېښنا د تولید مهمه سرچینه یاده کړې ده.
د یادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې په هرات کې د ۲۰۰ میګاواټه بادي برېښنا د تولید سترې پروژې د لومړي فاز چارې، چې د ۴۳.۲ مېګاواټه بادي برېښنا د تولید ظرفیت لري، پیل شوې.
د ډاکټر عبدالباري عمر په وینا، هرات ځکه بادي او لمریزې انرژۍ ته غوره شوی، چې دوامداره بادونه لري او د سلګونه صنعتي فابریکو لپاره ډاډمنه برېښنا چمتو کولای شي.
سربېره پر دې په یاد ولایت کې د پینځه میګاواټه لمریزې برېښنا د تولیدي پروژې چارې هم پیل شوې.
د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رییس وايي، چې د پینځه میګاواټه برېښنا پروژه به نوره هم پراخه شي او په دویم فاز کې به تر ۴۰ میګاواټه پورې ورسېږي.
نوموړي ټینګار کړی، چې موږ د پاکې او بېزیانه تولیدي سرچینو له لارې برېښنا تولیدوو او د اقلیمي بدلون د ناوړه اغیزو مخه نیسو.
د ښاغلي عمر په وینا، په تېرو شپږو میاشتو کې د ګڼو پراختیايي پروژو چارې پيل شوې، چې په بشپړېدو سره به یې په صنعتي، سوداګریزو او استوګنیزو برخو کې ګڼ پرمختګونه رامنځته شي.