ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په مکه مکرمه کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مرستیال او د جنوب اسیا موسسې ترمنځ د همغږۍ ناسته وشوه

د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي عارف‌الله عارف د حج بعثې له مسولینو سره په مکه مکرمه کې د سعودي عربستان د “ضیوف‌البیت (جنوب اسیا)” موسسې له مسولینو سره د همغږۍ ناسته وکړه.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ویلي، چې دغه ناسته د حج فریضې د غوره تنظیم، د خدماتو د همغږۍ او اړوندو مهمو موضوعاتو د ارزونې په موخه ترسره شوې ده.

مولوي عارف‌الله عارف یادې ناستې ته رغنده او ګټوره بلنه ورکړې او ویلي یې دي، چې په دې لیدنه کې د افغان حاجیانو د ښه خدمت، مشاعرو ته د منظم لېږد، درې وخته خوړو، مناسب ترانسپورت او نورو اړینو خدمتونو په اړه تفصیلي خبرې وشوې، څو د سږ کال د حج په مراسمو کې حاجیانو ته غوره خدمتونه برابر شي.

په ورته مهال، د یادې موسسې مسوولینو د افغان حاجیانو د خدمت لپاره د ارشاد، حج او اوقافو وزارت هڅې ستایلي او ډاډ یې ورکړی، چې دوی به د شوي پلان او ژمنو اړوند د حاجیانو د لېږد، استوګنې، تغذیې او روغتیايي خدمتونو برخو کې اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.

همدارنګه دوی ژمنه کړې، چې د همکارۍ دغه لړۍ به د حج تر بشپړېدو دوام وکړي.

د یادونې وړ ده، “ضیوف‌البیت (جنوب اسیا)” یوه قراردادې موسسه ده، چې د سعودي عربستان د شاهي دولت تر چتر لاندې فعالیت کوي او هر کال د حج په موسم کې د جنوبي اسیا په ګډون د بېلابېلو هېوادونو حاجیانو ته د استوګنې، خوړو، ترانسپورت، روغتیايي خدمتونو او مشاعرو (منیٰ، مزدلفه، عرفات) د تنظیم برخو کې اړین خدمات وړاندې کوي.