د کور او ښار جوړولو وزارت د هلمند ولایت په واشېر ولسوالۍ کې د پینځه زره جریبه ځمکې پر مساحت د کډوالو لپاره یو نوی ښارګوټی، چې څلور زره او۲۶۰ نمرې لري، په رسمي ډول پرانیست.
په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د ریاستالوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر شیخ حمدالله نعماني او یو شمېر نورو دولتي چارواکو ګډون کړی و.
مولوي عبدالسلام حنفي د یادې غونډې پر مهال وویل، د ګاونډیو هېوادونو له خوا د افغان کډوالو جبري اېستل د نړیوالو اصولو او انساني معیارونو خلاف عمل دی.
نوموړي زیاته کړه، د کډوالو ټول خدمات په ښه توګه ترسره کېږي او په خبره یې هغه کډوالو چې مستحق وپېژندل شي، یوه نمره ځمکه ورکول کېږي.
شیخ حمدالله نعماني ویلي، یاد ښارګوټی د وزارت له لوري د ټولو تخنیکي او معياري اصولو له مخې جوړ شوی دی.
دغهراز نوموړي کډوال د دین، عزت او ناموس د ساتنې لپاره هجرت ته مجبوره شوي ګڼلي او د هېواد له خلکو یې غوښتي، چې خپلو کډوالو وروڼو ته غېږ خلاصه کړي او هغوی وهڅوي، څو خپل هېواد ته بېرته راستانه شي.