د امام ابوحنیفه ملي او نړیوال اووه ورځنی نندارتون چې کابل کې جوړ شوی و، پای ته رسېدلی.
د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، چې له دې نندارتون څخه له ۱۲۰ زره زیاتو کسانو لیدنه کړې.
دا خونه زیاتوي؛ په دې نندارتون کې سوداګر او پانګوال توانیدلي چې د ۳۵ میلیونه افغانیو په ارزښت خپل تولیدات وپلوري او له کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره د ۲۵ میلیونو ډالرو تړونونه ترلاسه کړي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونه په پام کې لري، چې په راتلونکي کې د خوراکي توکو یو بل لوي نندارتون جوړکړي، تر څو هېوادوال په ارزانه بیه خپل د اړتیا وړ توکي وپېري.
له بل لوري یو شمېرصنعتکاران وايي؛ دا نندارتون یو فرصت و، چې د خپلو تولیداتو په اړه د هېوادوالو ترڅنګ سیمې او نړۍ ته هم معلومات ورکړي.
د امام ابوحنیفه په ملي او نړیوال نندارتون کې ۶۰۰ شرکتونو ګډون کړی و، چې ۲۰ يې پاکستاني او ۱۵ يې ایراني و.