د اسرائیلي رسنیو د راپور له مخې، پرون ماښام (دوشنبه، د غبرګولي ۱۲مه) د غزې تړانګې په شمال جبالیا سمیه کې ۱۴ اسرائیلي عسکرو ته مرګژوبله اوښتې ده.
په دې سیمه کې د اسرائیلي یرغلګرو یو ټانک په نښه شوی، چې درې اسرائیلي عسکر پکې وژل شوي او ۱۱ نور ټپيان دي. د ځینې ټپیانو روغتیايي حالت نازک ښودل شوی دی.
په مارچ کې د صهیونیستي یرغلګرو له لوري د غزې د اوربند له ماتولو وروسته دا پر اسرائیلي عسکرو تر ټولو مرګونی برید ګڼل شوی دی.
د اسرائیلي رسنیو د راپور له مخې، د ۲۰۲۳ د اکتوبر له ۷مې راهیسې په غزه کې ۴۲۳ اسرائیلي عسکر وژل شوي دي.