د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت وایي، چې د بلخ ولایت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو ریاست مسولینو د یاد ولایت په بېلابېلو سیمو کې درې جلا شخړې د قومي مشرانو، دیني عالمانو او سیمه ییزو مخورو په همکارۍ حل کړې.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، په چهار بولک ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ شاوخوا ۲۵ کلنه دښمني، چې له کلونو راهیسې یې د سیمه ییزو خلکو ژوند اغېزمن کړی و، د جوړجاړي له لارې پای ته ورسېده.
همداراز، په چمتال ولسوالۍ کې د یوه ترافیکي پېښې له امله رامنځته شوې شخړه، چې په ترڅ کې یې یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی و، د دواړو لوریو یو بل ته تر بخښنې وروسته هواره شوه او ښکېلو خواوو د سوله ییز ژوند ژمنه وکړه.
په ورته مهال، د مزارشریف ښار کې د دوو کورنیو ترمنځ یوه کلنه حقوقي شخړه هم د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو ریاست په منځګړيتوب هواره شوه او ښکېلو لوریو یو بل ته بخښنه کړې ده.
د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو ریاست مسولینو د یادو جوړجاړیو د دوام ژمنه کړې او له خلکو یې غوښتي، چې د ستونزو د حل لپاره له قانوني او سوله ییزو لارو کار واخلي.