د غزې روغتیا وزارت وايي، اسرائیلي یرغلګرو د غزې په سویل رفح کې مرستو ته پر راټولو شویو فلسطینیانو برید کړی، چې لږ تر لږه ۲۷ کسان پکې شهیدان او ګڼ نور ټپیان شوي دي.
یاد فلسطینیان د غزې بشري بنسټ (جي اېچ اېف) د وېش مرکز ته د مرستو اخیتسلو په موخه راټول شوي وو، چې د اسرائیلي یرغلګرو له لوري برید ورباندې وشو.
د غزې بشري بنسټ (جي اېچ اېف) د صهیونیستي رژیم او امریکا په ملاتړ دې تړانګې ته د محدودو بشري مرستو له لېږد وروسته فعالیت پیل کړی دی.
اسرائیلي یرغلګرو له دې وړاندې هم مرستو ته پر راټولو شویو فلسطینیانو برید کړی و، چې لږ تر لږه ۳ کسان پکې شهیدان او له ۳۰ ډېر نور ټپیان وو.
هممهاله د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د مرستو رسولو په مرکزونو کې پر فلسطینیانو د بریدونو او د وژل شویو کسانو د بېپرې څېړنو غوښتنه کړې ده.