ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

شیخ محمد خالد الحنفي له خلکو سره د محتسبینو په ښه چلند ټینګار کړی

د امربالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت له لوري د کابل مرکز او ټولو ولسوالیو محتسبینو ته (د اختر په ورځو کې د احتساب څرنګوالي) او په دې برخه کې د وزارت له لوري د شویو سپارښتنو د پلي کولو په موخه یو ورځنی سمینار جوړ شو.

په دې سمینار کې د امر بالمعروف وزیر شيخ محمد خالد الحنفي د وزارت رهبرۍ، مسولینو او اړوند محتسبینو ګډون کړی و.

شیخ محمد خالد الحنفي په دې سمینار کې ویلي، چې د اسلامي شريعت پلي کول زموږ اساسي موخه ده، باید هڅه وکړو چې د اسلامي نظام داسې ترجماني وکړو، تر څو د الله تعالی پر وړاندې ملامت نه شو.

نوموړي ټینګار کړی، چې خپلې اساسي موخې (د اسلامي جامع نظام حیاتي تطبیق) ته ژمن پاتې شئ او د اسلامي اصولو په چوکات کې د شريعت پلي کول خپل لومړیتوب وټاکئ.

د نوموړي په وینا، د اسلام مبارک دین د چا پر شخصي حريم د تجاوز اجازه نه ده ورکړې، نو پر همدې اساس د چا موبایل، جیب او کور ته د هغه له اجازې پرته محتسبینو ته د لاسوهنې اجازه نشته.

ښاغلي الحنفي محتسبینو ته په خطاب کې ویلي، چې د اسلامي نظام د پلي کولو لپاره تاسو غوره کړل شوي یاست، نو خپلو مسولیتونو ته پام وکړئ، خپلې چارې په غوره ډول مخته یوسئ، له اعتدال او ښه چلند څخه کار واخلئ، ځکه د اسلام په مبارک دین کې جبر او زور زياتی ځای نه لري.

د یادونې وړ ده، چې د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د لارښوونو پر اساس د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ولایتي ریاستونو له لوري محتسبینو ته د اختر په ورځو کې د احتساب د څرنګوالي او په دې برخه کې د وزارت له لوري د شویو سپارښتنو د پلي کولو په تړاو یو ورځني روزنیز سمینارونه جوړ شوي دي.