د پوهنې وزیر مولوي حبیب الله اغا د لوګر د مرکز پل علم ښار اړوند د ۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د پینځو ښوونځیو نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارلې.
دا ودانۍ د پوهنې په برخه کې د یوې همکارې ادارې په مالي ملاتړ جوړې شوې دي.
د ښوونځیو نوې ودانۍ هره یوه یې شپږ درسي ټولګي، اداري خونې، د پاکو اوبو او لمریزې برېښنا سیسټمونه او ګڼ شمېر نورې اړینې اسانتیاوې لري، چې په جوړولو سره یې شاوخوا ۵ زره زدهکوونکو ته د زدهکړو خوندي چاپېریال برابر شو.