د عامې روغتیا وزارت د روږدو ناروغانو د درملنې ملي پروګرام ریاست ۲۰۰ هغه کسان، چې د درملنې په موخه د جنګلک په روغتون کې بستر وو، له رغېدو وروسته خپلو کورنو ته رخصت کړل.
په همدې تړاو جوړه شوې غونډه کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني، د وزارت مرکزي رییسانو، د بېلا بېلو ادارو مسولینو او د رسنیو استازو ګډون کړی و.
مولوي عبدالولي حقاني له نشهیې توکو روغو شویو کسانو ته د روغتیا مبارکي ورکړې او له دوی یې غوښتي، چې بیا ځلې د نشهیي توکو له ناوړه استعمال څخه ځان وساتي.
نوموړي زیاته کړې، چې روږديتوب یوازې یوه فزیکي ناروغي نه، بلکې یوه رواني ناروغي هم ده؛ نو په کار ده چې له روږدو ناروغانو سره په ټولنه کې ښه چلند وشي، لازمه درملنه یې وشي، د روغتیا او ژوند هیله ورکړل شي، ترڅو د خپلې کورنۍ او ټولنې د اوږو بار ونه ګرځي.
د روږدو ناروغانو درملنې ملي پروګرام رییس حافظ انعام الله عمار د یادو ناروغانو ښه او غوره درملنه د دې ملي پروګرام مسولیت بللی او د دې برنامې د لاسته راوړنو او خدمتونو په اړه یې معلومات وړاندې کړي دي.
نوموړي ویلي، هڅه کوو چې د دوی درملنه د شفقت، مهربانۍ او تخصص له لارې وکړو، تر څو ټولنې ته بېرته روغ او سالم ور وګرځي.
د غونډې په پای کې د عامې روغتیا وزارت د دعوت او ارشاد رییس مولوي محمد قاسم حقاني روږدیتوب د اسلام له نظره حرام عمل بللی او له رغېدلو کسانو یې غوښتي، چې هېڅکله بېرته دغه ناوړه عمل ته مخه نه کړي.