ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس د یو پلاوي په مشرۍ قرغیزستان ته سفر کړی

د افغانستان اسلامي امارت د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص د یو پلاوي په مشرۍ تېره ورځ سه‌شنبه د ۱۴۰۴ د غبرګولي په ۱۳نېټه د واورین پړانګ د ساتنې لپاره د رهبرۍ کمیټې په نهمه سیمه‌ییزه غونډه (GSLEP) کې د ګډون په پار قرغیزستان هېواد ته رسمي سفر کړی.

قرغیزستان ته د تګ پرمهال ښاغلي خالص ویلي، د اسلامي امارت د بیا ځلې واکمنیدو وروسته دا لومړی ځل دی، چې د افغانستان اسلامي امارت پلاوی په یاده سمیه يیزه غونډه کې ګډون کوي.

نوموړي زیاته کړې، ياده غونډه چې د ۲۰۲۵ کال د جون په پینځمه او شپږمه نېټه په قرغیزستان هېواد کې جوړېږيا او د هغو ۱۲هېوادونو چې د واورین پړانګ طبيعي استوګنځایونه لري، لوړپوړي چارواکي، مسلکي کارپوهان او استازي ګډون کوي.

مولوي مطیع الحق خالص ویلی، د دې غونډې موخه د واورین پړانګ د ساتنې ملي پلانونو ارزونه، د نړیوالو همکاریو پراخول، د اقلیم بدلون، ناقانونه ښکار او د وحشي ژوو د استوګنځایونو له منځه تلو پر وړاندې ګډې ستراتیژۍ جوړول دي.

نوموړي زیاته کړې، دا غونډه د واورین پړانګ د ساتنې په برخه کې د سیمه‌ییزو او نړیوالو همکاريو د پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام او فرصت دی.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس ویلي، دا چې افغانستان د وارین پړانګ د اوسېدو یوه مهمه سیمه ده، نو د یاد پلاوي ګډون به په دغه غونډه کې ډېر مهم او ارزښتناک وي او دغه پلاوی به د بدخشان او نورستان په غرنیو سیمو کې د واورین پړانګ د ساتنې لپاره د ملي هڅو په اړه معلومات وړاندې کړي او همدارنګه هغه ستونزې او ننګونې چې په یاده برخه کې شتون لري له اړونده هېوادونو سره شریکې کړي.