د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا مقام د دفتر لوی رییس ډاکټر ملا عبدالواسع د کابل ښار د ۲۲ ناحییو د جامع جوماتونو خطیبانو او علماوو سره لیدنه وکړه.
په پیل کې د ریاست الوزرا مقام د دفتر د سیاسي او ولسي چارو رییس شیخ محمود ذاکري یادو علماوو او خطیبانو ته د ښه راغلاست پر مهال وویل، دا د افغانستان اسلامي امارت لپاره د ویاړ ځای دی، چې له علمای کرامو سره غونډې کوي، مشورې یې اوري او د اسلامي نظام د چارو د لاښه والي لپاره ترې ګټه اخلي.
نوموړي زیاته کړه، علمای کرامو، مجاهدینو او زموږ غیور ولس د اسلامي نظام لپاره بې شمېره قربانۍ ورکړې، دا مهال مجاهدین د هېواد سرحدونه او سنګرونه ساتي، علمای کرام باید د اسلامي نظام فکري سرحدونه پیاوړي او دفاع ترې وکړي، ملت له نظام سره نږدې او قانع کړي همدا راز دې د اغیارو ټولو شبهاتو ته چې راپورته کوي یې، ځواب ووايي.
ورپسې د بېلابېلو ناحیو د جوماتونو خطیبانو د اسلامي نظام د ملاتړ، د امت د یووالي او دیني ارزښتونو د ترویج په برخه کې د علماوو د مسولیتونو په اړه مفصلې خبرې وکړې.
دوی وویل، علماء د اسلامي نظام او ټولنې ترمنځ د پل حیثیت لري، د خلکو غوښتنې له مسوولینو او د مسوولینو اوامر او هدایات له ولسونو سره شریک کړي.
دوی زیاته کړه، د اسلامي نظام ملاتړ پر اسلامي امارت احسان نه، بلکې زموږ علماوو دیني وجیبه ده.
هغوی څرګنده کړه، دین سیاست دی او ټول پیغمبران په بشري ټولنه کې د شریعت د پلي کولو لپاره مبعوث شوي دي، خو د شریعت پلي کول له نظام او سلطې پرته امکان نه لري.
د ریاست الوزرا د دفتر عمومي رییس ډاکټر ملا عبدالواسع د علماوو همکارۍ وستایلې او ویې ویل، چې د اسلامي امارت تر بیرغ لاندې، د افغانانو په ګډ کور (ارګ) کې د ملت د خیر لپاره د مشورو پر بنسټ پرېکړې کېږي.
نوموړي زیاته کړه، چې د تاریخ په اوږدو کې هر ځل چې افغانستان ته خطر مخ شوی، علماوو د جهاد فتوا ورکړې او د افغانستان د ویاړلي ملت په بې شمېره سرښندنو او قربانیو یې د ښکېلاک او شریرو عناصرو فتنې شنډې کړې دي، چې د اوسني اسلامي نظام استقرار او حاکمیت یې غوره بېلګه ده.
ډاکټر ملا عبدالواسع د اسلامي امارت د لاسته راوړنو په تړاو هم هر اړخیزې خبرې وکړې او ویې ویل، چې د امنیت ټینګښت، د نشهیي توکو مخنیوی، د معتادینو درملنه، د سوالګرو راټولول، د فساد ضد اقدامات، د غصب مخنیوی او د پراخو پراختیایي پروژو پیل هغه مهم پرمختګونه دي، چې د اسلامي امارت تر مشرتابه لاندې شوي دي.
په پاي کې نوموړي له علماوو وغوښتل، چې د منبر له لارې ملت ته د افغانستان اسلامي امارت لاسته راوړنې، ښېګڼې او حقایق بیان کړي.