ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کندهار کې د لومړي ځل لپاره د روب جوړونې یوې کارخونې فعالیت پیل کړ

د ایبک صافي کارخونې مسول شبیراحمد صافي ویلي؛ دې کارخونې کې د رومیانو پروسیس، روب جوړول او بسته بندي تر سره کیږي، چي ورځني تولیدات يې ۱۰۰ ټنو ته رسیږي.

 یاده کارخونه چې شپږ میلیونه امریکايي ډالره پانګونه پرې شوې، دا مهال د هېواد ټولو ولایتونو ته صادرات لري او په نیږدې راتلونکي کې به قزاقستان، ایران، هند، پاکستان او روسیې هېوادونو ته هم صادرات ولري.

یاده کارخونه خام مواد (رومیان) د کندهار ترڅنګ هلمند، فراه، لوګر، غزني، میدان ښار او نورو ولایتونو څخه ترلاسه کوي.

په دغه کارخونه کي ۱۵۰ تنه فني او غیرفني کاریګر په کار بوخت دي.

 کارکوونکي یې خوښ دي، چي د کار زمینه ورته برابره شوې او له ملي سوداګرو غوښتنه کوي، چې په کندهار کې ورته پانګونې وکړي، ترڅو داخلي تولیدات ولري او خلکو ته کاري فرصتونه برابر کړي.

د اسلامي امارت له راتګ سره د ورځنیو چارو ترڅنګ صنعت او سوداګرۍ ته تر بل هر وخت ښه زمینه برابره شوې.