د پوهنې وزارت سرپرست مولوي حبیب الله اغا د یو شمېر کارپوهانو په ملتیا د ښوونیز وضعیت څېړلو په موخه، میدان وردګ ولایت ته سفر کړی.
د پوهنې سرپرست وزیر د میدان وردګ له پوهنې رییس او مشرتابه سره له لیدنې وروسته د یاد ریاست مسولینو، امرینو، مدېرانو او ښوونکو سره په جوړه شوې غونډه کې ګډون کړی.
د میدان وردګ پوهنې رییس مولوي محمد عثمان حریت، د پوهنې وزارت سرپرست او ورسره مل پلاوي ته ښه راغلاست ویلی او د پوهنې ریاست د یو کلنو کړنو او لاسته راوړنو راپور یې ورته وړاندې کړی.
پوهنې وزارت سرپرست د یاد ریاست مسولینو ته ویلي؛ تاسو د پوهنې کورنۍ غړي یاست او په تاسو لازمه ده، چې مسول واوسئ او د خلکو او وطن په وړاندې خپل مسولیتونه په لا ښه توګه او مهربانۍ سره سرته ورسوئ.
مولوي حبیب الله اغا زیاته کړې، زموږ ښوونکو ته هم لازمه ده، چې د زده کړې په برخه کې د هېواد بچیان په اسلامي روحیه وروزي او په دې لاره کې هر ډول هڅې ونه سپموي.
یو شمېر استادانو، علماوو او د خلکو استازو د پوهنې وزارت د پروګرامونو او پلانونو د تطبیق او په یاد ولایت کې د ښوونیز بهیر د ودې په برخه کې ملاتړ څرګند کړی.
د پوهنې سرپرست وزیر: ښوونکي دې د هېواد بچیان په اسلامي روحیه وروزي
