د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي بامیانو ته سفر کړی او د دې ولایت له والي مولوي عبدالله سرحدي سره یې لیدنه کړې ده.
په دې لیدنه کې د ایران هېواد له لوري د جوړېدونکي روغتون پاتې چارو د تکمیل، د ولسوالیو په کچه د عمومي روغتونونو جوړولو او په یاد ولایت کې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو پر څرنګوالي بحث او خبرې شوې دي.
د بامیانو والي د ولسوالیو په کچه د عمومي روغتونونو په جوړولو خوښي څرګنده کړې او د روغتیايي برخې د پراختیا او پیاوړتیا په موخه یې مهم ګام یاد کړی دی.
نوموړي ویلي، چې د عامې روغتیا له وزارت سره په همغږۍ به د عمومي روغتونونو جوړولو لپاره د ځای په انتخاب او نورو برخو کې بشپړه همکاري کوي.
د عامې روغتیا وزیر د ایران له لوري د جوړېدونکي روغتون د پاتې چارو د ژر تکمیل او پر تجهیزاتو د سمبالولو ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، دا روغتون چې په عصري توګه جوړېږي، رغنیزې چارې یې بشپړې شوې او ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د دې روغتون په فعالېدو سره به د یاد ولایت د اوسېدونکو روغتیايي ستونزې تر ډېره حل او په بېلابېلو برخو کې به اسانتیاوې ورته رامنځته شي.