د ریاستالوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي کابل کې د چین له سفیر ژاو شینګ او مل پلاوي سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د چین او افغانستان د دوستانه اړیکو، روانو پروژو، او د چین – جنوبي اسیا نندارتون په اړه خبرې کړې دي.
د چین سفیر ښاغلي ژاوشینګ ویلي، چې د چینایي شرکتونو له لوري د روانو پروژو له بشپړېدو سره به افغانستان ته د پام وړ اقتصادي ګټې ورسېږي.
نوموړي همدارنګه د چین – جنوبي اسیا د نهم نندارتون (CSA) په اړه چې د ریاست الوزرا اداري مرستیال هم وربلل شوی دی، معلومات وړاندې کړی او زیاته کړې یې ده، په دې نندارتون کې د افغان پلاوي ګډون به د دواړو هېوادونو د اړیکو د لا پیاوړتیا لامل شي.
ښاغلي حنفي د چین له لوري د افغانستان د اقتصادي ملاتړ مننه کړې او ټینګار یې کړی، چې اسلامي امارت له ټولو هېوادونو، په ځانګړي ډول له چین سره د ښو او متوازنو اړیکو پراخېدو ته ژمن دی.
همدارنګه نوموړي له چین سره د افغانستان سوداګریزو اړیکو ته په اشارې هیله ښودلې، چې دواړه هېوادونه کولی شي په سیاسي او اقتصادي برخو کې خپلې اړیکې او تعاملات لا ډېر پراخه کړي.