د افغانستان اسلامي امارت سترې محکمې ویلي، چې د لوی اختر په مناسبت د قاضي القضات او سترې محکمې د رییس شیخ عبدالحکیم حقاني په لارښوونه، د کابل، ننګرهار، لغمان، پنجشېر، پروان، کاپیسا، خوست او نیمروز له زندانونو څخه یو زر او ۵۵۹ مستحق زندانیان ازاد او د ۹۵۰ نورو د بنده موده کمه شوه.
یادې محکمې زیاته کړې، د دغو زندانیانو د تشخیص په موخه په یادو ولایتونو کې ځانګړې با صلاحته کمېتې جوړې شوې وې، چې له زندانیانو سره له نږدې لیدنه وکړي او د دوی د جرم، د بندپاتې مودې او نورو اړوند مواردو په اړه یې بشپړې څېړنې تر سره کړي.
یادو کمېټو له څېړنې وروسته د هغو زندانیانو چې د عفوې یا د بند په موده کې د تخفیف مستحق وو، لېستونه او معلومات یې د سترې محکمې له عالي مقام سره شریک کړل.
دغه لېست او معلومات د سترې محکمې د ټاکل شوي پلاوي لخوا وکتل شول، هغه بندیان چې اصلاح په کې راغلې وه، صورت او سیرت یې په سنتو برابر وو، په دیني او نورو برخو کې یې زده کړې کړې وې او د عفوې یا د بند په موده کې د تخفیف مستحق وو، مشخص او نوملړ یې اړوند ادارو ته د پلي کول په موخه ولېږل شو.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان اسلامي امارت د محترم مشرتابه (عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی) عالي مقام د (۴۴۱۴) ګڼې او ۲۸/۸/۱۴۴۵ هـ ق نېټې د حکم او د سترې محکمې د رییس او قاضيالقضات شیخ عبدالحکیم (حقاني) په لارښوونه، د کوچني اختر په مناسبت هم د هېواد له زندانونو څخه پینځه زره او ۶۱۵ مستحق زندانیان له بنده ازاد او یا د بند په موده کې کموالی راغلی و.