د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو مرستیال مولوي قدرتالله جمال د مرکز او ولایتونو د سیاحتي شرکتونو د څارنې روان بهیر په اړه د یادو شرکتونو له مسولینو سره ناسته کړې.
په دې ناسته کې د ګرځندوی شرکتونو د څارنې روان بهیر په اړه هر اړخیزې خبرې شوې دي.
مولوي قدرتالله جمال ویلي، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له دوی سره پوره همکار دی او د دوی د چارو د لا ښه کېدو په موخه به لا زیاتې اسانتیاوې برابرې کړي.
دغهراز د سیاحتي شرکتونو مسولینو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د دوامدارو همکاریو مننه کړې او د خپلو فعالیتونو اړوند ستونزې او وړاندیزونه شریک کړې دي.
د ناستې په پای کې ښاغلي جمال د ګرځندوی شرکتونو مسولینو ته ډاډ ورکړی، چې د دې شرکتونو د ستونزو د حل لپاره به اړین ګامونه پورته کېږي او پر وړاندیزونو به یې غور وشي.