د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې امریکا یو ځل بیا هغه وړاندیز رد کړ، چې په غزه کې له شرط پرته د سملاسي او دایمي اوربند غوښتنه پکې شوه وه.
امریکا داسې مهال دې وړاندیز ته منفي رایه ورکړې، چې لا هم اسرائیلي یرغلګرو پر غزه وحشي بریدونه جاري ساتلي او په وروستیو کې یې نږدې ۱۰۰ قحطۍ ځپلي فلسطینیان شهیدان کړي دي.
امریکا یوازینی هېواد دی، چې دې وړاندیز ته یې پرون (چهارشنبه، د غبرګولي۱۴مه) منفي رایه ورکړه، حال دا چې د ملګرو ملتونو ۱۴ نورو غړو هېوادونو دا طرحه تایید کړه.
د امریکا دې پرېکړې ته د روسیې په شمول د امنیت شورا غړو هېوادونو پراخه غبرګونونه ښودلي.
په دې شورا کې د روسیې استازي واسیلي نبنزیا ویلي، امنیت شورا یو ځل بیا ولیدل، چې څوک سوله غواړي او څوک سیاسي لوبو ته ادامه ورکوي.
د چین استازي فو کانګ ویلي، چې د اسرائیلو کړنو د نړیوالو بشري قوانینو “ټولې سرې کرښې ماتې کړې” او د ملګرو ملتونو له پرېکړه لیکونو یې جدي سرغړونه کړې ده. “تر اوسه د یوه هېواد د ملاتړ له امله دا سرغړونې نه بندې شوې او نه یې په اړه پوښتنه شوې ده.”
اسرائیلي یرغلګرو پرلهپسې د نړیوالو له غوښتنو سره-سره په غزه کې له شرط پرته او یا دایمي اوربند سره مخالفت کړی؛ پر ځای یې بریدونه زیات کړي، چې زرګونه فلسطینیان پکې شهیدان او د کلابندۍ له امله شدیده لوږه خپره شوې ده.
د غزې روغتیايي سرچینو ویلي، چې د اسرائیلي یرغلګرو په بریدونو کې یوازې پرون چهارشنبه لږ تر لږه ۹۵ فلسطینیان شهیدان او له ۴۴۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.
له دې سره هممهاله اسرائیلي یرغلګرو لوږې ځپلو فلسطینیانو ته خبرداری ورکړی، چې د غزې د مرستو وېشلو مرکزونو ته پر غځېدلو سړکونو له تګ راتګ څخه ډډه وکړي.
اسرائیلي عسکرو ویلي وو، چې دا به د “جګړې سیمې” وبلل شي او د غزې بشري بنسټ مرکزونه به د یوې ورځې لپاره وتړل شي.
د غزې بشري بنسټ (جي اېچ اېف) د صهیونیستي رژیم او امریکا په ملاتړ دې تړانګې ته د محدودو بشري مرستو له لېږد وروسته فعالیت پیل کړی او یو جنجالي بنسټ ګڼل کېږي.
دا پرېکړه وروسته له هغه شوې، چې صهیونیستي یرغلګرو د مرستو په موخه پر راټولو شویو فلسطینیانو بریدونه وکړل او د مې پر ۲۷مه د غزې بشري بنسټ له رامنځته کېدو وروسته یې له ۱۰۰ ډېر قحطۍ ځپلي فلسطینیان شهیدان او سلګونه نور ټپیان کړل.
د غزې روغتیا وزارت وايي، چې ۲۰۲۳ د اکتوبر له ۷مې راهیسې د اسرائیلي یرغلګرو په بریدونو کې له ۵۴ زره ډېر فلسطینیان شهیدان شوي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.