ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اسنادو مدیریت او اسان وظیفې سیسټمونو د فعالیدو هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر مولوي نجیب الله حیات حقاني او د کار او ټولنیزو چارو د وزیر ملا عبدالمنان عمري تر منځ د اسنادو د مدیریت او اسان وظیفې د سیسټمونو هوکړه لیکونه لاسلیک شول.

په همدې موخه جوړه شوې ناسته کې مولوي نجیب الله حیات حقاني ویلي، اوس مهال د ټکنالوژۍ عصر دی او مونږ هم هڅه کوو چې له عصري ټکنالوژۍ څخه په ګتې اخیستنې امارتي ادارو او وزارتونو لپاره د چارو د اسانتیا په موخه پرمختللي سیسټمونه جوړ کړو.

نوموړي زیاته کړې، چې اوس هم د ګڼو ادارو او وزارتونو لپاره د سیسټمونو په جوړولو بوخت یو، افغانستان کې د ټکنالوژۍ د پرمختګ په برخه کې موثر ګامونه اخیستل شوي، چې له مخې به یې ډیری برخو کې چارې اسانې او د سیسټمونو له مخې به وصل شي.

ښاغلي وزیر د کلوډ دزیربناء یادونه کړې او ویلي یې دي، چې په عصري کولو یې کار روان دی او هڅه کېږي چې اړونده ټولې ولایتي ادارې له مرکزي برخو سره وصل شي.

دغه‌راز نوموړي د آی اېم اي آی (IMEI) سیسټم  ته په اشارې زیاته کړې، چې د مبایلونو د ثبت او راجسټر سېسټم هم کابو شوی  چې له مخې به یې هېواد کې د جعلي او غیرقانوني ګرځنده موبایلونو مخنیوی وشي.

ورته مهال د کار او ټولنیزو چارو وزیر ملا عبدالمنان عمري د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ له وزیر څخه د مننې تر څنګ یادونه کړې، چې د سېسټمونو د جوړولو او د ډیجیټل حکومتولۍ د پلي کولو په برخه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت هڅې د ستاینې وړ دي او کوم سیسټمونه چې اوس مهال د دې وزارت له لوري دوی ته جوړېږي دا به له دوی سره د کارونو په مدیریت او همداراز د چارو د اسانتیا په برخه کې تر ډېره همکاري وکړي.

د یادونې وړ ده، چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري د کار او ټولنیزو چارو وزارت ته د اسنادو د مدیریت سېسټم به د اسنادو ثبت، لېږد او تعقیب په موثر خوندي او شفاف دول تنظیم کړي او همدا ډول د اسنادو له ورکېدو او ضایع کېدو به مخنیوی کوي.

همدا راز د یاد سېسټم له لارې به مراجعین وکولی شي، چې په انلاین ډول د خپلو اسنادو او د سندونو وروستی حالت وګوري چې په کومه برخه کې تر کار لاندې دي او د دغې سیسټم له مخې به چارې ګړندۍ او اداري برخو کې تسهیلات رامنځته شي.

همدا ډول د اسان وظیفې سیسټم له مخې به د هېواد په کچه وزارتونه او خصوصي ادارې وکولی شي خپل خالي بستونه د همدې سیسټم له لارې اعلان ته وسپاري، د کارکوونکو مدیریت، د دندې پلټنه د سوانحو خلص او د وړاندیزونو مدیریت یې نورې مهمې برخې دي.