د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او په افغانستان کې د یوناما مشرې روزا اوتونبایوا لیدنه کړې ده.
په دې کتنه کې دواړو لوریو د راستنېدونکو کډوالو پر اړتیاوو، د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د مېشتو افغانانو پر ستونزو، په هېواد کې د راغلو پرمختګونو، د خصوصي سکټور پر ودې، د پانګونې پر جلب او یو شمېر نورو موضوعاتو خبرې کړې دي.
د هېواد د بهرنیو چارو وزیر د یوناما مرستې ستایلې او د همکارۍ ډاډ یې ورکړی دی.
نوموړي ټینګار کړی، چې په اروپا کې د مېشتو افغانانو ستونزو ته دې د افغان حکومت لاسرسی ممکن شي، تر څو د قونسلي خدماتو په وړاندي کولو سره یې حقوقي موضوعات حل او له بشري حقونو دفاع وشي.
مولوي امیرخان متقي له یوناما غوښتي، چې پخپلو راپورونو کې دې پر واقعیتونو تمرکز وکړي، تر څو په هېواد کې راغلي پرمختګونو او هر اړخیز ثبات له نړیوالو سره شریک شي.
روزا اوتونبایوا د اسلامي امارت او په ځانګړې توګه د بهرنیو چارو وزارت له همکاریو مننه کړې او ټینګار یې کړی، چې ملګري ملتونه د افغانانو ترڅنګ ولاړ دي.
نوموړې زیاته کړې، یوناما هڅه کوي چې راستنېدونکو کډوالو ته د ژوند د اسانتیاوو برابرولو تر څنګ په افغانستان کې د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو په پار د پانګونې جلب ته زمینه برابره کړي.
د یوناما د مشرې په خبره، له افغانستان سره د نړیوالو مرستې د بشري برخې تر څنګ انکشافي برخو ته هم غزېدلي دي.
روزا اوتونبایوا ژمنه کړې، چې د ملګرو ملتونو او امنیت شورا په راتلونکو غونډو کې به له نړیوالو سره په افغانستان کې د راغلو پرمختګونو او فرصتونو په تړاو معلومات شریکوي او د افغان حکومت پیغامونه به لېږدوي.
د ناستې په پای کې د افغانستان اسلامي امارت او یوناما ترمنځ پر نېږدې او ګډ کار ټینګار شوی دی.