ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کابل؛ ۱۴ کسيزې ملي لوبډلې د پهلوانۍ په نړيوالو سياليو کې د ګډون په موخه ايران ته سفر وکړ

د هېواد د پهلوانۍ ملي فدراسيون ۱۴ کسيزې ملي لوبډلې د پهلوانۍ ګريګورومن سبک په نړيوالو سياليو کې د ګډون په موخه ايران هېواد ته سفر وکړ.

د دې لوبډلې د مخې ښې په مراسمو کې د هېواد د ورزش ادارې لوی ریيس مولوي احمدالله وثيق، فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ او د نشراتو ریيس اتل مشواڼي ګډون درلود.

ښاغلي وثيق لوبغاړو ته په دې سیالیو کې د بریالیتوب دعا کړې او هيله يې څرګنده کړې، چې دا سفر به يې له لاسته راوړنو ډک وي.

د پهلوانۍ ګريګورومن تختي جام نړيوالې سيالۍ به د افغانستان په ګډون له لسو د ډېرو هېوادونو ترمنځ د روانې غبرګولي مياشتې پر ۲۲مه نېټه د ايران په شيراز ښار کې پيل او د همدې مياشتې تر ۲۴مې به دوام وکړي.