د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر مولوي نجیبالله حیات حقاني پکتیکا ته د سفر پر مهال د سیمهيیزو چارواکو او خلکو د غوښتنې پر بنسټ ۴۴ نوې مخابراتي انټنونه منظور کړل.
له دې ډلې، د تروې ولسوالۍ مخابراتي سایټ هم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وایي، چې په ټوله کې به د پکتیکا په بېلابېلو لرو پرتو سیمو کې ۷۳ مخابراتي انټنونه جوړ شي، چې ۴۴ یې د وزیر د سفر پر مهال منظور شوي او ۲۹ نور د ټي ډي ایف لسمې پروژې له لارې ځانګړي شوي دي.

