د نېکمرغه لوی اختر لمونځ نن سهار په ارګ کې د افغانستان اسلامي امارت د لوړپوړو چارواکو په ګډون ادا شو.
د لمانځه په مراسمو کې د افغانستان اسلامي امارت رییسالوزرا ملا محمد حسن اخوند او د مرستیالانو سربېره یې د کابينې غړو او نورو ملکي او نظامي چارواکو ګډون کړی وو.
په دې مراسمو کې، د اسلامي امارت رییسالوزرا ملا محمد حسن اخوند خبرې وکړې او ټولو مسلمانانو ته یې د لوی اختر تر څنګ هیله وښوده چې د خوښۍ دغه ورځې ښې تېرې شی.
نوموړي زیاته کړې:« د خوښۍ په دې ورځو کې بايد پر بېوزلو کورنيو، خپلوانو او ګاونډيانو شفقت او له هغوی سره مرسته او همکاري وکړو.»
د رییسالوزرا په وینا:« امن او شرعي نظام د الله تعالی يو لوی نعمت دی او بايد په قدر يې پوه شو، پر علماوو لازمه ده چې د دې اسلامي نظام ساتنه او دفاع وکړي.»
ملا محمد حسن اخوند دې ته په اشارې، چې رسنۍ د اسلامي نظام لاسته راوړنې کوچنۍ منعکسوي او ناسم قضاوت کوي وويل:« بايد د اسلامي نظام د مشعل خاموشه کولو اجازه ور نه کړو.»
نوموړي د اسلامي امارت د اړوندو ارګانونو لخوا پر وخت په صحيح ډول د راستنېدونکو کډوالو مدیریت او هغوی ته د اوسېدو ځايونو برابرولو ته اشاره وکړه او همداراز له خطيبانو، ملا امامانو، علماوو، مجاهدينو او نورو افغانانو څخه چې د فلسطین د بېوزلو او بې دفاع خلکو غږ يې پورته کړی، مننه وکړه.
ملا محمد حسن اخند وويل:« سره له دې چې ستونزې شته، بايد ويښ واوسو، علما او ټول افغانان بايد د اسلامي نظام د ستنو کمزوري کولو لپاره دښمن ته موقع ور نه کړي.»
د اسلامي امارت ریيسالوزرا پر هغو افغانانو چې بهر ته تللي غږ وکړ چې خپل وطن ته را ستانه شي او هغوی ته به هېڅوک زيان ونه رسوي، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی لهخوا عمومي عفوه اعلان شوې او بېرته خپل پلرني هېواد ته په را ګرځېدو د ارامۍ په فضا کې ژوند وکړئ
نوموړي د خپلو خبرو په پای کې ځوانانو او موټر چلوونکو ته په خطاب کې وويل، په اختر او نورو ورځو کې د موټر چلونې پر مهال احتياط وکړي او په سرعت او چټکتيا دې خپلو ځانونو او نورو هېوادوالو ته زيان نه اړوي.
همدا شان په دې مراسمو کې د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې ریيس او قاضيالقضات، شیخ عبدالحکیم حقانی ویلي، چې دند او مسوولیت یو امانت دی او باید په سمه توګه ترسره شي او ټول باید حقوق الله او حقوق العباد مراعت کړو.
نوموړی د الهي احکام تطبیق د اسلامي نظام مسوولیت یاد کړ او زیاته کړې اسلامي امارت تر اوسه پورته دغه احکام په ښه توګه تطبیق کړي دي.