ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کډوالو چارو وزیر: د اختر خوشحالي له کډوالو سره شریکه کړئ

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر، مولوي عبدالکبیر د اختر د لمونځ له ادا کولو وروسته له خلکو وغوښتل چې د اختر خوشحالي له کډوالو سره شریکه کړي.

د کډوالو چارو وزارت وایي، چې په دې مراسمو کې، د امر بالمعروف، نهی عن‌المنکر او د شکایتونو د اورېدلو وزیر، شیخ محمد خالد حنفي، د بهرنیو چارو وزیر، مولوي امیرخان متقي، د اوبو او انرژۍ وزیر، ملا عبداللطیف منصور، د یو شمېر هېوادنو سیاسی استازي، ډیپلوماتانو او د امارت اسلامي ځینې مسوولین هم شتون درلود.

مولوي عبدالکبیر، د وینا پر مهال راغلو مېلمنو او حاضرو ډیپلوماتانو ته ښه راغلاست وویل او زياته يې کړې، چې اختر د مسلمانانو لپاره د خوښۍ او یووالي ورځ ده، چې له نېکمرغه په افغانستان کې د اسلامي نظام له برکته د امن په فضا کې نمانځل کېږي.

مولوي عبدالکبیر د یتیمانو لاس نیوی او د شهیدانو د کورنیو پوښتنه د ټول ولس مسولیت یاد کړ او په وینا یې چې د اسلامي امارت مسولين او عام وګړي دې، له راستنو شوو هېوادوالو سره مرسته وکړي.

د کډوالو چارو د وزیر په وینا، اسلامي امارت د راستنېدونکو افغان کډوالو د هرکلي لپاره په بشپړ ډول همغږي رامنځته، مرستې او همکارۍ یې منسجمې کړې او د راستنو شوو د ښه خدمت په موخه په ټولو ولایتونو کې ځانګړې کمېټې کار کوي او دغه راز د راستنېدونکو پروسه په ښه ډول مدیریت شوې ده.

مولوي عبدالکبیر د افغان کډوالو له کوربه هېوادونو وغوښتل چې د کډوالو پر وړاندې له صبر کار واخلي او د پاکستان له چارواکو یې مننه وکړه، چې د افغان کډوالو پر وړاندې، زور زیاتی کم شوی او د جبري ایستنې په لړۍ کې کمښت راغلی دی.

نوموړي د بشري مرستو پر نه سیاسي کېدو ټېنګار وکړ او پر مرستندویو ادارو یې غږ وکړ، چې راستنو شویو ته د سرپناه په جوړولو کې مرسته او همکاري وکړي.

مولوي عبدالکبیر افغان ولس ته ډاډ ورکړ، چې د اسلامي امارت موخه د دیني احکامو تطبیق، د یووالي ټېنګښت او د هېواد ابادول دي.

نوموړي زياته کړې، چې اسلامي نظام له نړۍ سره د اسلام په رڼا کې د مثبت تعامل پلوی دی.

د کډوالو چارو وزیر، د افغانستان ټول قومونه سره وروڼه یاد کړل او وې وویل، چې هر افغان باید په خپله خاوره کې د سکون او اطمینان احساس وکړي.

مولوي عبدالکبیر پر غزه د اسراییلي پوځیانو بریدونه وغندل او هغه یې د بشریت پر وړاندې ضد اقدامات وبلل.