د الجزیرې خبري شبکې د راپور له مخې، اسرائیلي اشغالګرو تېره ورځ( شنبه، د غبرګولي ۱۷مه ڼېته) د غزې په بېلابېلو سیمو بریدونو کړي، چې په ترڅ کې یې لږ تر لږه ۷۵ فلسطینیان شهیدان شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
غزه کې روغتیایي سرچینو خبر ورکړی، په دغو بریدونو کې تر ټولو مرګونی برید غزې ښار ته څېرمه پر یو استوګنیزه ودانۍ شوی، چې پکې د یوې کورنۍ ۱۶ غړي شهیدان شوي، چې ډیری یې ښځې او ماشومان دي.
د غزې د ملکي دفاع ادارې د اسرائیلي اشغالګرو دغه بریدونه “بشپړه نسلوژنه” بللې او ویلي یې دي، چې اسرائیلي یرغلګرو تر برید وړاندې هېڅ ډول خبرداری نه و ورکړی.
یادې ادارې زیاته کړې، چې په دغو بریدونو کې شاوخوا ۸۵ کسان لا هم د کنډوالو لاندې بند پاتې دي.
د پیښې په ځای کې یو بېځایه شوی فلسطینی ویلي، موږ له بمبارۍ، ویجاړیو، چیغو، او پر موږ د ړنګېدونکو ډبرو له امله له خوبه راویښ شوو.
نوموړي زیاته کړې، دا اشغال دی، موږ د دې پر ځای چې د اختر په سهار خپلو ماشومانو ته خوشالي ورکړو، هغوی ته ښکلې جامې واغندو او اختر ولمانځو، له خوبه راپاڅېږو او د ښځو او ماشومانو مړي له کنډوالو راوباسو.
د غزې روغتیا وزارت وايي، چې د ۲۰۲۳ د اکتوبر له ۷مې راهیسې په غزه کې د اسرائیلي اشغالګرو د بریدونو له امله ۵۴ زره او ۷۷۲ فلسطینیان شهیدان او ۱۲۵ زره او ۸۸۳ نور ټپيان شوي دي.