د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، ایران ادعا کړې ده چې استخباراتي ادارو یې د اسرائیلو اشغالګرو اټومي موادو حساس اسناد ترلاسه کړي دي.
یاد اژانس وايي، اسرائیلو اشغالګرو تر دې دمه د یادو اسنادو په اړه رسمي څه نه دي ويلي، خو تر دې وړاندې ویل شوي و، چې د اسرائیلو یرغلګرو اټومي تاسیساتو اړوند د یوه څېړنیز مرکز سېسټم هک شوی دی.
تهران د اسرائیلي حکومت محرمو اسنادو ترلاسه کولو ادعا داسې مهال کیږي، چې اسرائیلي حکومت تېره مۍ میاشت دوه تنه داسې مهال ونیول، چې پرې ایران ته د استخباراتي دېټا راټولوله تور لګېدلی و.
رویټرز د پټو ایراني سرچینې له قوله ویلي، د ایران استخباراتي ادارو له لوري ترلاسه شوي اسناد دومره زیات دی، چې د هغو ارزونه، د انځورنو او ویډیوګانو کتنه یې کافي اندازه وخت نیسي.