د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي، د یاد وزارت مالي او اداري مرستیال ملا محمد حنیف حمزه او مل پلاوي د روسیې په نړېوال ډیجیټل کنفرانس کې ګډون او وینا کړې ده.
په دغه غونډه کې د نړۍ له لسګونو هېوادونو څخه د مخابراتو، ډیجیټل ټکنالوژۍ، سایبري امنیت، مصنوعي ځیرکتیا، ډیجیټلي اقتصاد او ښې حکومتولۍ په برخو کې لوړ پوړو چارواکو، متخصصینو او پانګوالو ګډون درلود.
ملا محمد حنیف حمزه د خپلې وینا په ترڅ کې د نوري فایبر د شبکې په تړاو معلومات وړاندې کړي او ویلي یې دي، چې اوس مهال هېواد کې کابو لس زره کیلومټره د نوري فایبر کېبل غځونه شوې، چې هېواد یې په ۷ بندري نقطو کې له سیمې او ګاونډ سره وصل کړی دی.
همدا راز نوموړي زیاته کړې، چې د (FTTH) یا فایبر تر کوره ملي پروژه د هېواد په پینځو ښارونو کې د پلي کېدو په حال کې ده ،چې په پلي کولو سره به یې انټرنټ د خلکو تر کورونو ورسېږي.
ښاغلي حمزه ویلي، د ملي ډېټا د مرکزونو د پراختیا اړوند څرګندونې شوي، چې ۱۸۰ ادارو ته خدمات وړاندې کوي او یادونه یې کړې، چې اوس مهال مونږ توانېدلي یو له ۵۰۰ څخه ډېر د (MIS) سیسټمونه جوړ کړو، چې د سیمکارټونو د ثبت او مدیریت، د برېښنا مدیریت او لوړو زده کړو وزارت لپاره د ځانګړيو معلوماتي سیسټمونو جوړول یې د یادونې وړ دي.
دغهراز نوموړي د NEXA د شبکې د جوړولو او د دولتي ادارو تر منځ د GOVNET شبکې د رامنځته کېدو په تړاو هم معلومات وړاندې کړې دي.
مولوي محمد حنیف حمزه ویلي، چې اوس مهال د ICT قانون د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري جوړ شوی، چې د ډیجیټلي اقتصاد، مصنوعي ځیرکتیا، ډیجیټلي حکومتولۍ، چاپېریال ساتنې، او سایبري امنیت ټول اړخونه رانغاړي.
نوموړي همدا راز د ځوانانو د ذهني سلامتیا پر خوندیتوب ټینګار کړی او څرګنده کړې یې ده، چې د زیان رسوونکو ډیجیټلي محتویاتو مخنیوی باید وشي او په وینا یې اړینه ده، څو د ډیجیټلي مهارتونو لوړولو ته ځانګړې پاملرنه وشي.
دغهراز ښاغلي مرستیال د خپلې وینا په دوام کې د هېواد د لرې پرتو سیمو د زیربناوو کمښت، د برېښنا نشتوالی، د انټرنټ لوړې بیې، د ډیجیټلي سواد ټیټوالی او د مسلکي متخصصینو نشتوالی، د افغانستان ستراتېژیکې ننګونې بللې او د نړیوالو پام یې ورته یې ورته اړولي دی.
مولوي محمد حنیف حمزه ویلي، دا سفر نه یوازې د افغانستان لپاره یو مهم دیپلوماتیک او تخنیکي فرصت بلل کېږي، بلکې نړیوالو ته یی دا پیغام ورساوه، چې افغانستان اوس مهال د ډیجیټلي تحول لپاره مصون، فعال او چمتو دی.
د یادونې وړ ده، چې په تېرو نږدې څلورو کلونو کې د افغانستان د ټکنالوژۍ برخې ته د پخوا په پرتله زیات پام شوی او د اسلامي امارت مسولینو تل ټینګار کړی، چې ټول هېوادوال به له باکیفیته انټرنیټي خدماتو برخمن شي.