د افغانستان ۳۰ زره حاجیانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت تر مدیریت لاندې د سږني حج مناسک په ښه او منظم ډول ترسره کړل.
یاد حاجیان د ذوالحجې په اتمه له مکې مکرمې څخه مِنیٰ ته ولېږدول شول، چیرې چې د شپې تېرولو وروسته د عرفات میدان ته ولاړل.
د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ نورمحمد ثاقب، له حاجیانو سره له نږدې وکتل او هغوی ته د رامنځته شویو اسانتیاوې څېړنه یې وکړه.
حاجیانو د وقوف، دعا، تلاوت او استغفار تر څنګ، د جمراتو ویشتلو، قربانۍ او نورو مناسکو مراحل په بریالۍ توګه پای ته ورسول.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وایي، د مشاعرو په ورځو کې هېڅ ستونزه نه ده رامنځته شوې او حاجیان بېرته خپلو استوګنځایونو ته راستانه شوي دي.