ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اسلامي همکاریو سازمان پلاوي په بېلا بېلو برخو کې د اسلامي امارت لاسته راوړنې ستایلې

د حج او اوقافو سرپرست وزیر شیخ الحدیث دکتور مولوي نورمحمد ثاقب د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) د پلاوي مشر او د مجمع الفقه الاسلامي عمومي سر منشي دکتور قطب محمد سانو او د پلاوي له غړو سره لیدنه وکړه.

په دې لېدنه کې د ښاغلي ثاقب په شمول د دې وزارت مرستیالانو او د مرکزي ریاستونو یو شمېر رییسانو هم ګډون درلود.

په لومړي سر کې د پلاوي مشر دکتور قطب محمد سانو په تفصیل سره خبرې کړې او په بېلا بېلو برخو کې یې د اسلامي امارت لاسته راوړنې ستایلې دي.

نوموړي په بېلا بېلو برخو کې د مرستو او همکاریو ډاډ ورکړی.

دغه راز ښاغلي سانو ویلي، چې موږ او اسلامي نړۍ د اسلامي امارت ترڅنک ولاړ یو.

همدارنګه په یاده لیدنه کې راغلو علماء کرامو په خپل نوبت سره افغانستان کې د رامنځته شوي امنیت او قوي دولت او نورو پرمختګونو په تړاو نظرونه شریک کړي دي.

شیخ الحدیث دکتور مولوي نور محمد ثاقب د دوی له راتګ څخه مننه کړې او د علماء کرامو تګ راتګ یې د اسلامي هېوادونو ترمنځ خورا مهم بللی دی.

ښاغلي ثاقب ویلي، چې د اسلامي امارت استازي او داسلامې همکاریو سازمان استازي باید په بېلابېلو وختونو کې کنفرانسونه او ګډې غونډې ترسره کړي او خپلي تجربې او نظرونه له یو بل سره شریک کړي.

نوموړي زیاته کړې، په اسلام کې مشوره او نظر شریکول یو اصل دی او د نظرونو تبادله، وړاندیزونه او مشورې ډېر مهم دي چې موږ او تاسو یې باید ترسره کړو.

د ښاغلي ثاقب په وینا؛ افغانستان کې ډېر پرمختګونه شوي او اسلامي امارت کوښښ کوي، چې په نورو برخو کې هم لا زیاتې اسانتياوې خپل ولس ته برابري کړي.