ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

امريکا کې د کډوالۍ د قوانینو پر ضد لاريونونه لا هم دوام لري

د امریکا په لاس‌انجلس ښار کې د کډوالۍ قوانینو د پلي کېدو پر ضد لاریونونه دوام لري.

د راپورونو له‌مخې لاریون کوونکو د سړکونو د بندولو لپاره یو شمېر موټر او د خځلو سطلونه سوځولي، چې پولیسو یې په غبرګون کې ۲۷ تنه نیولي دي.

د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ د لاریونوالو غلي کولو لپاره لاس‌انجلس کې د ملي ګارډ ځواکونه ځای پر ځای کړي وو، چې لاریون کوونکو ورسره نښته پیل کړې ده.

دغه لاریونونه د امریکا د ولسمشر، ډونالډ ټرمپ د کډوالۍ د قوانینو د پلي کېدو پر ضد شوي دي.